د ماشومانو د ساتني نړۍوال بنسټ خبرداری ورکړی

د ماشومانو د ساتني نړۍوال بنسټ خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي به په ۲۰۲۷ کال کي شاوخوا ۴.۰۴ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ درملني ته اړتیا ولري.
د دغه بنسټ په وینا، په دې ډله کي به نژدې ۱.۱ میلیونه ماشومان په شدیدي خوارځواکۍ اخته وي، چي د روان کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه بنسټ د مرستو کمښت د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو پر وړاندي لویه ستونزه بللې ده.

د راپور له مخي، دا مهال په افغانستان کي ۱۵.۹ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي، چي له ډلي ئې ۳.۴ میلیونه په بېړني ډول خوړو ته اړتیا لري.