د دایکنډي څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د پاتو ولسوالۍ دوه اوسېدونکي، چي شاوخوا څلور کاله مخکي د دې ولایت کیتي ولسوالۍ ته راغلي په همدې ولسوالۍ کي نامعلومه کسانو وژلي دي.
د سرچینو په وینا، وژل سوي کسان واحد او عليمحمد نومېدل، چي د تېري دوشنبې په شپه د کیتي ولسوالۍ د رویان کلي په تنګي قبچرغي سیمه کي وژل سوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخي نامعلومه وسلوال لومړی د دوی کور ته ننوتلي، ځانونه ئې د ط..البانو د کیتي ولسوالۍ د استخباراتي ط..البانو په نامه معرفي کړي او د واحد او علي محمد په نامه کسان ئې د ولسوالۍ په بهانه د ځان سره بیولي. سرچينه زياتوي، چي دغه کسانو ئې لومړی وهلي او وروسته ئې وژلي دي.
د دغه وژل سوو کسانو د وژني اصلي لامل تراوسه پوري نه دئ معلوم، د دې ولايت ط..البانو ياده پېښه منلي خو په اړه ئې نور جزئیات تر اوسه پوري نه دي ورکړي.