د مس عینک اتلانو پرلپسې دریمه لوبه وګټل

د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ په اتمه لوبه کي د مس عینک اتلانو په توپوهنه کي د خالد تڼیوال او وفي الله تره خېل په ځلېدو سره د امو نهنګانو څخه د ۵ ویکټو په توپیر لوبه وګټل .
لومړی توپوهنه د امو نهنګانو وکړه او د حسن عیسی خیل د ۵۲ منډو په جوړولو سره یې د مس عینک اتلانو ته ۱۶۳ منډي هدف وټاکه ، خو دوهمه پاڼۍ کي ددغه هدف په دفاع کي پاته راغلل او لوبه یې وبایلل.