په تاجکستان کي د افغانستان د پخواني حکومت سفارت د مسکو فارمت ناستي په اړه ویلي، چي دا غونډه د افغانانو د ستونزو د حل پر ځای د روسیې او امریکا په شان قدرتونو د سیالۍ يوه ننداره ده.
په اعلامیه کي راغلي، چي د افغانستان د راتلونکي په اړه بحثونه هغه وخت ګټور دي چي اصلي محور ئې د افغانستان خلک وي، نه ط..البان.
سفارت ټینګار کړی چي ط..البان افراطي ډله ده، بشري حقونه ئې تر پښو لاندي کړي او نه ملي او نه هم نړۍوال مشروعیت لري.
په اعلامیه کي ويل سوي، چي د ط..البانو چلند له ښځو، نجونو، خبریالانو او اقلیتونو سره، نړۍوال ارزښتونه او تړونونه نقضوي.
د سفارت په وینا، د مسکو ناسته د افغانانو د ستونزو د حل ریښتیني هڅه نه ده؛ بلکي د لویو قدرتونو سیالي او معامله په کښي روانه ده. دغه سفارت خبرداری ورکړی چي افغانستان باید بیا د بهرنیو هیوادونو د سیالۍ میدان نه سي.
په پای کي سفارت له نړۍوالي ټولني او د مسکو ناستي له ګډونوالو غوښتي چي د افغانانو ږغ واوري او د خپلو پرېکړو پر مهال د خلګو ګټي په پام کي ونیسي.