د معلولینو د نړۍوالي ورځي په مناسبت

د معلولینو د نړۍوالي ورځي په مناسبت، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت اندېښنه څرګنده کړې، چي په افغانستان کي معلولیت لرونکي وګړي، په ځانګړې توګه ښځي او ماشومان، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي ویلي، دا اړینه ده چي یادي ډلي ته د روغتیا، زده کړو او نورو بنسټیزو خدمتونو زمینه برابره سي. ریچارډ بنت له نړۍوالو مرستندويه ټولنو او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چي د معلولینو حقونه خوندي کړي او د هغوی ژوند ته دي ځانګړې پاملرنه وکړي.