د ملي امنيت يو پخوانی سرتېری په خوست کي نامعلومو وسله والو وژلی

د خوست څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د جمعې په ورځ تر غرمې وروسته نامعلومو وسله والو د خوست ولايت په ټنۍ ولسوالۍ کي يو پخوانی د ملي امنيت سر تېری ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په خبره چي دغه وژل سوی سرتېری صمد ټنۍ نومېدی او اصلي د خوست ولايت د ټنۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د يادوني وړ ده، چي د دغه پخواني سرتېري د وژلو انګېزه تر اوسه پوري څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.