د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رواني ميلادي میاشتي په جريان کښي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یوه مهمه ناسته ترسره کوي. په دې غونډه کښي به د افغانستان بشري کړکېچ، د ښځو حقونو او له ط..البانو سره د نړۍوالي ټولني د تعامل پر بهیر بحث وسي.
دغه ناسته کښي به د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو برخي مشره سیما باهوس، د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) یو استازی به د افغانستان د وضعیت په اړه خپل درې میاشتني راپورونه وړاندي کړي. د غونډي اصلي تمرکز به په افغانستان کښي د بشري مرستو پر وړاندي کولو وي، خو د ښځو د حقونو نقض، د پخوانیو سرتېرو ځوروني او نورو اړوندو مسایلو په اړه هم خبري کېږي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کښي بشري ناورین لا پسي ژور سوی، د خوړو کمښت او بې‌وزلي زیاته سوې او د ط..البانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول سوي محدودیتونه د نړۍوالي ټولني د اندېښني لامل سوي دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي د دې ناستي له لاري د روانو ستونزو د حل له پاره عملي ګامونه او سپارښتني وړاندي کړي.