د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی، چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په پلان کي لري، چي پر قطر باندي د اسرائیلو له خوا د ترسره سوي بريد په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
په خبر کي ويل سوي، چي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د بېړنۍ غونډي د جوړېدو غوښتنه پاکستان او الجزاير کړې ده.
بل خوا بیا د دغي غونډي د جوړېدو په غبرګون کي د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي د اسرائیلو استازي ډاني ډانون ويلي، چي په نړۍ کي د ترهګرو له پاره خوندي ځای نسته؛ هغه وايي ترهګر نه په غزه، نه په لبنان او نه هم په قطر کي خوندي دي؛ بلکي د نړۍ په هرځای کي چي وي د اسرائیلو د خوا په نښه کېږي.