د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښي پر سر د روانو نښتو د ژر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښي پر سر د روانو نښتو د ژر درولو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي چو د دواړو لورو هوايي بریدونه او درنې وسلې د ملکي خلګو ژوند له خطر سره مخ کړی او ډېر خلګ ئې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
ولکر ترک ټینګار کړی، چي ټول لوري باید نړۍوال بشري قوانین مراعت کړي او د ملکي وګړو ساتنه دي یقیني کړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، په ۲۰۲۵ کال کي د دغو نښتو له امله په افغانستان کي ۸۷ ملکي کسان وژل سوي او ۵۱۸ نور ټپیان سوي دي.