د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا)ویلي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا)ویلي، چي د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کي په افغانستان کي نژدې ۲۲ میلیونه کسانو بشري مرستو ته اړتيا درلود.
په راپور کي ويل سوي، اوچا پلان درلود چي ۱۷.۵ میلیونه اړمنو کسانو ته مرستي ورسوي، خو د بوديجې د کموالي له امله ئې یوازي شاوخوا ۴.۷ میلیونه کسانو ته مرستي رسولي دي.
یادي ادارې ویلي، د بشري اړتیاوو د پوره کولو له پاره ۱.۷ میلیارده ډالرو ته اړتیا وه، خو تر اوسه یوازي ۱۹۵ میلیونه ډالر ترلاسه سوي، چي د اړتیا وړ بوديجې ۱۱ سلنه ده.

دغه سازمان په افغانستان کي د بشري مرستو پر زياتوالي ټينګار کړی دئ.