د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چي د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون صندوق له لارې ئې افغانستان ته د بشري مرستو له پاره ۱۸ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
اوچا وايي، دا مرستي پر داسي مهال ورکول کېږي چي په افغانستان کي ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو پلان یوازي ۳۱ سلنه تمویل سوی دئ.