د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، ناروې هیواد د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۶۳ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړې.
اوچا وايي دا پیسې به په افغانستان کي د وچکالۍ، بې‌وزلۍ او طبیعي پېښو له امله د اغېزمنو او اړمنو کورنیو په لاسنیوي کي وکارول سي.
دغه اداره زیاتوي چي په افغانستان کي د بشري بحران له امله لا هم میلیونونه وګړي بېړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.