د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کي د خوارځواکۍ ستونزه لا هم جدي ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کي د خوارځواکۍ ستونزه لا هم جدي ده.
د ياد سازمان په وينا په ۲۰۲۶ کال کي شاوخوا ۴.۹ میلیونه مېندي او ماشومان د خوړو او تغذیې مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، که پر وخت لازمي مرستي ونه رسېږي، په دغه هيواد کي به د خوارځواکۍ کچه نوره هم لوړه سي او د ډېرو کسانو ژوند به له ګواښ سره مخ سي.

په همدې حال کي، د بې پولي ډاکټرانو (MSF) سازمان هم ویلي چي د افغانستان په سويل کي د خوارځواکو ماشومانو شمېر زیات سوی او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کي ئې د تغذیې مرکزونو ته د بستر سوو ماشومانو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۰ سلنه لوړ سوی دئ.