د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، رواني جګړې د خلګو پر ورځني ژوند او په ځانګړي ډول د ماشومانو رواني وضعیت سخت زيانمن کړی.
د ياد‌ سازمان په وینا چي رواني جګړې په ماشومانو کي د وېري او ناامنۍ فضا رامنځته کړې ده.
د اوچا په وینا، د جګړو زیان یوازي د کورونو او عامه تاسیساتو تر ویجاړۍ پوري نه دئ محدود؛ بلکي د خلګو د ژوند نظم ئې هم ګډوډ کړی.

یاد دفتر ټینګار کړی، چي د بشري حقونو د نړۍوال قانون له مخي باید ملکي وګړي د شخړو له زیانونو خوندي وساتل سي او هېڅکله د جګړو قرباني نه سي.
ياد سازمان په جګړه کي د ښکيلو خواوو څخه غوښتي چي د جګړې پرمهال د ولسي خلګو امنيت ته دي جدي پاملرنه وکړي.