د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کي ویلي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کي ویلي، چي د نورستان ولایت په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کي نژدې ۱۰۰ زره کسان د لارو د بندېدو له امله له اساسي خدمتونو محروم سوي دي.
اوچا د سې‌شنبې په ورځ ویلي چي دغه لاري د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله تړل سوي.
راپور زیاتوي، هغه موټر چي له همدې لاري تګ راتګ کوي، د پاکستاني سرتېرو له خوا ورباندي ټکان کېږي، چي د خلګو تګ راتګ او مرستي رسونه ئې لا ستونزمنه کړې ده.

اوچا همدارنګه ویلي چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله شاوخوا ۹۴ زره کسان بې‌ځایه سوي، چي ډېری ئې خوست، ننګرهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونو ته کډه سوي دي.
ياد سازمان ويلي، چي د وروستيو نښتو له امله ۲۵ روغتیايي مرکزونه او ۴۱ ښوونځي په کابل، خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کي زیانمن سوي، تړل سوي یا هم ځنډول سوي دي.
اوچا دا هم ویلي چي د پاکستاني ځواکونو په ټکانو کي د یوې نړۍوالي مرستندويه ادارې یو کارکوونکی هم وژل سوی دئ.

بلخوا، ط..البانو ادعا کړې، چي د پاکستان د پوځي بریدونو له پیل راهیسي تر اوسه له ۷۰۰ زیات ملکي وګړي په افغانستان کي وژل سوي دي.