د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د ط..البانو مشر د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتي راهيسي تر اوسه پوري ۴۷۰ فرمانونه صادر کړي چي دغه فرمانو په مستقیم یا غیرمستقیم ډول پر بشري مرستو اغېز کړی دئ.
د اوچا په راپور کي ويل سوي، چي د ط..البانو له خوا صادر سوي ۷۹ فرمانونه په ځانګړې توګه ښځي او نجوني په نښه کوي او د هغوی د تګ راتګ، زده کړو، کار، اقتصاد او ټولنیز ژوند ازادي ئې محدوده کړې ده.
دا محدودیتونه پخپلو کي د نجونو د ثانوي، لوړو زده کړو او روغتیايي زده کړو بندیز، د اسلامي حجاب شرطونه او د ښځو لپاره په نادولتي سازمانونو کي د کار کولو بندیز رانغاړي.
په ياد راپور کي د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودل سوې ده.