د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چي آلمان د افغانستان د بشردوستانه صندوق له پاره دوه میلیونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چي آلمان د افغانستان د بشردوستانه صندوق له پاره دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده.
دغې ادارې زیاته کړې چي دا مرسته به هغو افغانانو ته ملاتړ برابر کړي، چي ژوند ئې د ناڅاپي پېښو او طبیعي افتونو له امله سخت اغېزمن سوی دئ.
د یادونې وړ ده چي اوس مهال زرګونه افغانان د بېلابېلو طبیعي او اقتصادي ستونزو له کبله مرستو ته اړتیا لري او د نړۍوالو مرستي د هغوی د ژوند د ښه والي له پاره مهمي بلل کېږي.