د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، اروپايي ټولني د افغانستان سره د اقلیمي بدلونونو پر وړاندي د خلګو د مقاومت او د خوړو د خوندیتوب له پاره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د WFP په وینا، دغه پیسې به د کرني او سیمه‌ییزو خوړو د تولید، د ښځو او ځوانانو د اقتصادي فرصتونو او په ښوونځیو کي د خوړو د پروګرام د پیاوړتیا له پاره ولګول سي.
ياد سازمان وايي دغه مرسته به له زیان‌منو افغان کورنیو سره د سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو پر وړاندي د مقابلې په برخه کي هم مرسته وکړي.