د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په خپل تازه راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي لوږه او د ماشومانو خوارځواکي له پخوا څخه ډیره سوې ده.
دغه راپور زیاتوي چي شاوخوا څلور میلیونه ماشومان بېړنيو روغتیایي او تغذیوي مرستو ته اړتیا لري او ډېری کورنۍ نه سي کولای خپلو ماشومانو ته کافي خواړه برابر کړي.
د خوړو د نړۍوال پروګرام د افغانستان د برخي مشر جان ایلیف وايي، په دغه هيواد کي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي د ماشومانو د سوء تغذي لوړترینه کچه ثبت سوې او که عاجله پاملرنه ورته ونه سي ډېر ماشومان به ژوند له لاسه ورکړي.
هغه زیاتوي چي میندي مجبوره دي، چي د خپلو اولادونو د ژغورلو له پاره خپله روغتیا او تغذیه قرباني کړي.
دغه سازمان د نړۍوالو مرستندويانو غوښتي چي په ياده برخه کي د افغانانو سره بېړنۍ مرستي وکړي.