د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستېفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ ويلي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستېفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستۍ نښتو له امله ۶۶ زره کسان د جګړې د خطر له امله بې ځايه سوي دي.
د‌ هغه په خبره چي په ياده جګړه کي زيات زيان ولسي افغانانو ليدلی.
د نوموړي په خبره، چي په دغو نښتو کي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي د ولسي خلګو کورنه هم زيانمن سوي دي.