د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک، وايي چي په افغانستان کي باید پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لېري او هغوی ته دي په ټولنه کي د برابر ګډون زمینه برابره سي.
دوجاریک ویلي، له یوه کال راهیسي د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځو پر لاسرسي محدودیتونو د دې سازمان پر فعالیتونو او د بشري مرستو پر رسولو اغېز کړی دئ.
هغه زیاته کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي افغان ښځو ته په دې سازمان کي د کار زمینه برابره او د هیواد په ټولو برخو کي د ملګرو ملتونو دفترونو ته د هغوی خوندي او بېخنډه لاسرسی تضمین سي.