د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشري انا لېنا بربوک د ط..البانو لهخوا د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو او ټولنیز ګډون د محدودیتونو پر دوام نیوکه کړې ده.
بربوک، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چي ط..البانو پنځه کاله وړاندي له نړۍوالي ټولني څخه د فرصت غوښتنه کړې وه، خو له پنځو کلونو وروسته لا هم ښځي او نجوني له زدهکړو او په ټولنه کي له بشپړ ګډون څخه بېبرخي دي.
نوموړې ویلي، د ط..البانو فرمانونه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندي کوي.
د هغې په خبره دغه محدودیتونه نه یوازي د افغانستان اقتصاد او امنیت ته زیان رسوي، بلکي د بشري مرستو رسولو بهیر هم له ستونزو سره مخ کوي.