د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق وايي، چي په افغانستان کي ئې له خپلو شریکانو سره یوځای څلور میلیونه ماشومانو ته تعلیمي مواد وېشلي او د ۲۳۲ ښوونځیو په بیارغونه کي ئې مرسته کړې ده.
ياد سازمان ويلي، چي دغو مرستو د ماشومانو له پاره د زدهکړي او ودي غوره چاپېریال رامنځ ته کړی دئ.
یونیسف زیاتوي چي یاد اقدامات د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي د زدهکړو فرصتونه پراخه کړي او ماشومانو ته ئې د ښووني او روزني اسانتیاوي برابري کړي دي.