د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کي د پولیو ضد واکسین په بهیر کي ئې ۱۲.۷ میلیونه ماشومان واکسین کړي دي.
د دغه بنسټ په وینا، د ۱۶ زره ټولنیزو کارکوونکو او واکسیناتورانو، چي ښځي هم په کښي شاملي دي، په هڅو دغه ماشومان واکسین سوي.
دغه سازمان وايي د پولیو د له منځه وړلو له پاره ئې هڅي لا هم رواني ساتلي دي.

یونیسف وايي، افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هیوادونه دي چي لا هم د پولیو ویروس په کښي موجود دئ.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخي، په روان کال کي په افغانستان کي د پولیو ۴۲ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.