د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کي لا هم ګڼ شمېر ماشومان د پوليو د واکسين څخه بې برخي دي.
دغه سازمان ويلي، چي د همدې ستونزي له امله په افغانستان کي د يادي ناروغۍ د زياتېدو احتمال سته.
په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج‌الدین ویلي، اړینه ده چي روغتیايي خدمتونه د هیواد لېرو پرتو سیمو ته هم وغځول سي، ترڅو ټول ماشومان له دغه ناروغۍ څخه وژغورل سي.

یونېسف په یوه تازه اعلامیه کي څرګنده کړې چي د نړۍوالو شریکانو په ملاتړ د ماشومانو د خوندي کولو له پاره د واکسین رسولو هڅي رواني دي او سلګونه زره کورنیو ته روغتیايي خدمات وړاندي کېږي.
بايد وويل سي، چي افغانستان لا هم د هغو محدودو هیوادونو له ډلي شمېرل کېږي، چي د پولیو ویروس په کښي په بشپړ ډول له منځه نه دئ تللی. د روغتیايي ادارو د معلوماتو له مخي، د روان کال له پیل راهیسي په هیواد کي د ګوزڼ څو مثبتې پېښي ثبت سوي دي.