د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، په افغانستان کي د بشري مرستو د کمېدو له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملني د ۱۰۰ څخه ډېر مرکزونه تړل سوي دي.
د ملګرو ملتونو د نړۍوالو اړیکو په چارو کي د سرمنشي مرستیالي، ملیسا فلمینګ، ویلي چي اوس مهال په افغانستان کي شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د نوموړې په وینا، له دې ډلي نژدې یو میلیون ماشومان په شدیده او د ژوند ګواښوونکي خوارځواکۍ اخته دي.

فلمینګ خبرداری ورکړی چي د بشري مرستو د کمېدو له امله د خوارځواکو ماشومانو له پاره د درملني او روغتیايي خدمتونو لاسرسی هم محدود سوی دئ.