د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي، په افغانستان کي د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل سوي دي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال برونو لمارکي ویلي، چي له افغانستان سره د بشري مرستو کلنۍ بودیجه په ۲۰۲۳ کال کي له دوو میلیاردو ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کال کي ۵۷۰ میلیونو ډالرو ته راکښته سوې.
هغه خبرداری ورکړی، چي د مرستو کمښت د افغانانو روغتیايي او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی او له نړۍوالي ټولني ئې غوښتي چي له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.