د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي (UN Women) ویلي، په روان میلادي کال کي به په ټوله نړۍ کي د ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي (UN Women) ویلي، په روان میلادي کال کي به په ټوله نړۍ کي د ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه اداره ټینګار کوي چي د هر ډول شرایطو او ستونزو سره سره به د ښځو تر څنګ ولاړه وي او د هغوی د حقونو ملاتړ به وکړي.
یاده اداره وایي چي د ټولو هغه ښځو ږغ پورته کوي، چي حقونه ئې تر پښو لاندي کېږي او يا هم د هغوی د ږغ د چپولو هڅه کېږي.

يادي ادارې ژمنه کړې چي په هر حالت کي د ښځو ملاتړ ته‌ دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه دا ژمنه د نوي کال په مناسبت پر خپل رسمي ایکس حساب خپره کړې ده.