د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي راپور ورکړی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي راپور ورکړی، چي له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو افغان ښځو له ډلي څخه یوازي ۱۷ سلنه ښځي خپل عايد لري.
په دغه راپور کي چي د چهارشنبې په ورځ، د حمل ۲۶مه خپور سوی ویل سوي، چي د عایداتي فرصتونو، مالي خدماتو او بازارونو ته د لاسرسي نشتون له امله، راستنېدونکي ښځي د بېوزلۍ سره لاس او ګريوان دي.
راپور زیاتوي چي ډېری دغه ښځي د وسایلو او تجهیزاتو د کمښت له امله له کاره پاته سوي دي. همداراز يو شمېر ئې اړي سوي ، چي خپل کورونه او ټولني په ناڅاپي ډول پرېږدي او بې له کومو سرچینو، شتمنیو او ملاتړ څخه بېرته داسي هيواد ته راستاني سي، چي له وړاندي اقتصادي بحران لري او په کښي د ښځو له پاره د کار او مهارتونو د پراختیا فرصتونه ډېر محدود دي.

د راپور له مخي، د راستنېدونکو ښځو منځنی میاشتنی عاید شاوخوا ۱۱۰۰ افغانۍ دي، چي له امله ئې افغان ښځي د بېوزلۍ سره مخ دي.
راپور ټینګار کوي چي که څه هم بېړنۍ بشري مرستي اړیني دي، خو د ښځو د ژوند د بیا رغوني له پاره پر اوږدمهالو حل‌لارو پانګونه ډېره مهمه ده.
ملګرو ملتونو مخکي هم خبرداری ورکړی و، چي له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکي ښځي د ط..البانو له لوري له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.