د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چي جاپان افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ له پاره دوه ميليونه ډالره بشري مرسته ځانګړې کړې ده.
د UNHCR د معلوماتو له مخي، دا مالي مرسته به هغو افغان کورنيو ته ورکول سي، چي له بهرنيو هيوادونو بېرته افغانستان ته راستنېږي.
د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام د شمېرو له مخي، يوازي په ۲۰۲۵ کال کي ۲.۳ ميليونه افغان کډوال بېرته خپل هيواد ته راغلي دي، چي ډېری ئې له پاکستان او ايران څخه راستانه سوي دي.
دا مرستې په داسي حال کي د افغانستان سره سوي، چي ملګري ملتونه مخکي خبرداری ورکړی و چي په ۲۰۲۶ کال کي به د افغانستان زيات شمېر وګړي د فقر او اقتصادي ستونزو له امله بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا ولري.