د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) تازه شمېرو ښيي چي له پاکستان څخه تر اوسه له ۱.۸ ميليونه زيات افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته ستانه سوي دي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخي، دا کډوال د پاکستان د حکومت له لوري د ناقانونه مېشتو کډوالو د ايستلو د پرېکړې له اعلان وروسته اړ سوي چي خپل هیواد ته راستانه سي.
ملګرو ملتونو زياته کړې چي لا هم په پاکستان کي له دوه ميليونه زيات افغان کډوال ژوند کوي، چي ډېری ئې د کلونو راهيسي هلته مېشت دي. د کډوالو د ستنېدو دا لړۍ پر داسي مهال چټکه سوې چي د پاکستان حکومت د ناقانونه مېشتو بهرنيانو پر وړاندي خپل اقدامات سخت کړي دي.