د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د راتلونکي ژمي او د خوراکي توکو د کمښت په پام کي نیولو سره، له ۸۲۴ زره زیاتو اړمنو افغانانو سره د مرستي له پاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د اوچا په خبره، دغه پيسې به د بېړنیو بشري مرستو له پاره ولګول سي، چي له مخي به ئې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي، روغتیايي خدمتونه، د اوسېدو ځای، پاکي اوبه او د کرني په برخه کي مرستي برابري سي.
دغه سازمان ویلي، راستنېدونکي کډوال، له خپلو سیمو بېځایه سوي کورنۍ، ښځي او ماشومان به د مرستو په وېش کي لومړیتوب ولري.