د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کي د نجونو د زده کړو د حق پر خوندي کېدو ټینګار کړی او ویلي ئې دي

د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کي د نجونو د زده کړو د حق پر خوندي کېدو ټینګار کړی او ویلي ئې دي، چي د ټولني علمي او ټولنیز پرمختګ د ښځو او نارینه‌وو په برابر ګډون پوري تړلی دئ.
په کابل کي د دې سازمان سیاسي استازولۍ «یوناما» د ساینس په برخه کي د ښځو او نجونو د نړۍوالي ورځي په مناسبت ويلي، چي په افغانستان کي د نجونو پر زده کړو لګول سوي محدودیتونه نه یوازي د هغوی شخصي راتلونکی زیانمنوي، بلکي د هیواد پر عمومي پرمختګ هم منفي اغېز لري.
یوناما یادونه کړې، چي له څو کلونو راهیسي نجوني د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو او لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري، او دا وضعیت د یوې فعالي او پوه ټولني د رامنځ ته کېدو مخه نیسي.

دغې ادارې د ط..البانو د حکومت څخه غوښتي، چي د نجونو له پاره د تعلیم دروازې بېرته خلاصي کړي او هغوی ته د نورو په څېر د زده کړو فرصت برابر کړي.