د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش په کابل کي د معتادینو د درملني پر یوه مرکز د پاکستان وروستی هوايي برید غندلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش په کابل کي د معتادینو د درملني پر یوه مرکز د پاکستان وروستی هوايي برید غندلی او د دې پېښي له قربانیانو د کورنیو سره ئې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په یوه خبري ناسته کي د ګوترش له قوله ویلي، چي د نړۍوال بشردوستانه قانون له مخي، ناروغان، روغتیايي کارکوونکي او طبي تاسیسات بايد هر وخت او د هر ډول تېري څخه خوندي وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه د دې پېښي په اړه د یوې خپلواکي او بې‌طرفه څېړني غوښتنه کړې ده.

هغه یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو او د جګړو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او ټینګار ئې کړی، چي شخړي باید د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم، د خبرو او سوله‌ییزو لارو حل سي.