د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کي ویلي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کي ویلي، چي د روان ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له پیل څخه د اپرېل تر پایه پوري په افغانستان کي زرګونه امنیتي پېښي ثبت سوي دي.
د راپور له مخي، په دغه درې میاشتنۍ موده کي ټولټال ۳ زره او ۶۸۷ امنیتي پېښي ثبت سوي، چي دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
ملګري ملتونه وايي، د پېښو کچه شاوخوا ۵۷ سلنه لوړه سوې ده.

په راپور کي د داع.ش خراسان ډلي فعالیتونو ته هم اشاره سوې او ویل سوي، چي که څه هم دغي ډلي د راپور تر پوښښ لاندي موده کي د ط..البانو پر ضد د کوم لوی برید مسئولیت نه دئ منلی، خو د بندیزونو د څارونکو د ارزونو له مخي لا هم د عملیاتو او بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.
ملګري ملتونه باور لري، چي د داع.ش خراسان موجود ظرفیتونه د افغانستان او سیمي د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې پر خپل ځای ساتي او دا ډله لا هم د احتمالي ګواښ سرچینه ګڼل کېږي.
دا څرګندوني په داسي وخت کي مطرح کېږي، چي د افغانستان واکمن چارواکي په هیواد کي د بشپړ امنیت د ټینګښت خبره کوي او وايي چي د وسله‌والو ډلو فعالیتونه ئې تر ډېره مهار کړي دي. خو د ملګرو ملتونو وروستۍ ارزونه څرګندوي چي امنیتي ننګوني لا هم په افغانستان کي موجودي دي.