د ناټو عمومي منشي مارک روته خبرداری ورکړی چي روسیه اوس د اروپا او ناټو هیوادونو له پاره جدي ګواښ دئ او باید ټول متحد

د ناټو عمومي منشي مارک روته خبرداری ورکړی چي روسیه اوس د اروپا او ناټو هیوادونو له پاره جدي ګواښ دئ او باید ټول متحد هیوادونه خپل دفاعي چمتووالی او لګښتونه ډېر کړي.
مارک روته دا څرګندوني د پنج شنبې په ورځ په برلین ښار کي وکړې هغه ويلي: "موږ د روسیې راتلونکی هدف یو."
د هغه په خبره ډېر هیوادونه لا هم د روسیې له خطره بې پروا دي او د بېړنيو حالاتو اړتیا نه احساسوي.

د روته په باور، دا وخت د اقدام او چمتووالي دئ نه د انتظار.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړې: "جګړه زموږ تر دروازې رارسېدلې، روسیه غواړي اروپا ته جګړه راوګرځوي او موږ باید مقابلې ته تیار سو."
د هغه په خبره روسیه ښايي راتلونکو پنځو کلونو کي د ناټو پر ضد د پوځي اقدام هوډ ولري، نو له همدې امله باید اروپایي هیوادونه او نور متحدین خپل دفاعي صنعتونه او بودیجې زیاتي کړي.

روته دا خبرداری پر داسي مهال ورکړی، چي په دې وروستيو کي د ناټو هيوادونو سرحدونو ته نژدې د روسي پوځ د وسایلو او تجهیزات زیاتوالی لیدل سوی.
هغه له ټولو غړو هیوادونو وغوښتل چي د روسیې د ګواښ پر وړاندې یو موټی واوسي او دفاعي تدابیر ډېر کړي؛ تر څو د پخوانیو نسلونو په څېر لویې جګړې ته اړتیا پیدا نه سي.