د ننګرهار د ط..البانو امنيتي مسئولينو د پنج شنبې په ورځ خبر ورکړی

د ننګرهار د ط..البانو امنيتي مسئولينو د پنج شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د دغه ولايت په ګوشتي ولسوالۍ کي د يوې مرمۍ د چاودني له امله يو ماشوم وژل سوی او يو بل ټپي سوی دئ.
د هغوی په خبره چي دغه مرمۍ د تېرو جګړو څخه په ياده سيمه کي پاته سوې وه، چي پر يادو ماشومانو ئې د پسونو د څرولو پر مهال چاودنه کړې ده.
بايد وويل سي، چي په تېرکال کي په افغانستان کي د ناچاوده توکو د چاودني له امله ۴۷۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.