د ننګرهار د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلينو د دوشنبې په ورځ ويلي

د ننګرهار د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلينو د دوشنبې په ورځ ويلي، چي تېره شپه د دغه ولايت په پچيراګام ولسوالۍ کي د يوه کور خونه نړېدلې ده، چي له امله ئې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه پېښه کي درې ماشومان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي په ميدان وردګو ولايت کي هم د خوني د نړېدو په پېښه کي څلور کسان وژل سوي او درې نور ټپيان سوي وو.