د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ د دغه ولايت په کامې ولسوالۍ کي د هاوان د پخوانۍ مرمۍ د چاودني له امله درې کسان وژل سوي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه کسانو دغه مرمۍ ټکولې چي چاودنه ئې کړې ده.
د خبرپاڼي د معلوماتو د مخي چي دغه د هاوان مرمۍ په زړو اوسپنو کي يادو کسانو رانيولې وه.
بايد وويل سي چي يوه هفته وړاندي په ارزګان کي درې وروڼه د يوې زړې مرمۍ په چاودنه کي وژل سوي وو.