د ننګرهار د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ننګرهار د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د‌ دغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کي دوه کوچني موټران ټکر سوي، چي له امله ئې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي درې کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.