د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کي د هاوان يوې پخوانۍ مرمۍ په چاودنه کي درې کوچنيان وژل سوي او يو بل ټپي سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي يادو کوچنيانو په دغه مرمۍ لوبي کولې چي چاودنه ئې پر کړې او دغه مرګ ژوبله ئې رامنځ ته کړې.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د تېرو جګړو څخه پاته سوي ماينونه قربانيان ولسي وګړي دي چي ډېره برخه ئې کوچنيان دي.