د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جلال اباد ښار په دریمه امنيتي حوزه کي يو کس خپله خواښي او اخښی ويشتلي او ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه پېښه د کورنيو ستونزو له امله رامنځ ته سوې ده.
خبرپاڼه ليکي چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي او اوس تر درملني لاندي دي.