د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کي د يوه ځوان جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان څو ورځي وړاندي د نامعلومو کسانو له خوا تښتول سوی وو، چي وروسته ئې جسد په ياده ولسوالي کي موندل سوی دئ.
تر اوسه پوري د يادي وژني اصلي انګېزه څرګنده نه ده او د ط..البانو امنيتي سرچينو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوی، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.