د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کي يو زوی خپل پلار ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه د سې شنبې په ورځ تر لفظي شخړي وروسته رامنځ ته سوې ده.
په ورته وخت کي ط..البانو هم دغه پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د ياد کس د وژني په تور ئې د هغه زوی نيولی دئ.