د نورستان د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د نورستان د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ماښام د دغه ولايت د واما ولسوالۍ پر لار باندي يو موټر چپه سوی چي له امله ئې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خبرپاڼه ليکي چي په دغه پېښه کي د يوه کوچني په ګډون دوه کسان وژل سوي او ۶ نور ټپيان دي.
په ټپيانو کي درې ښځي او درې نارينه شامل دي.