د نورستان د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو لاري

د نورستان د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو لاري، چي نژدې دوې میاشتي د پاکستاني ځواکونو او ط..البانو ترمنځ د نښتو له امله تړلي وې اوس بېرته پرانستل سوي او اړمنو کسانو ته بشري مرستي رسېدلي دي.
د سره صلیب نړۍوالي کمېټې ویلي، چي د يادو لارو د بیا پرانیستل کېدو وروسته د خوراکي توکو، طبي وسایلو او نورو لومړنیو اړتیاوو وېش پیل سوی او شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ به ورڅخه برخمني سي. دغه مرستي د خوړو نړۍوال پروګرام، د سره صلیب او د افغانستان د هلال احمر له خوا ورکول کېږي.
د معلوماتو له مخي، په تېرو دوو میاشتو کي د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ وو.

تر دې مخکي، د پاکستاني ځواکونو له لوري د دغو سیمو لاري تړل سوي وې او د نښتو پر مهال یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې وه.