د نورستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د نورستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د‌ دغه ولايت له پاره د ط..البانو د لويي لاري د ساتلو ټولۍ ټولو غړو په دغه ولايت کي د فساد او قومي روابطو د ساتلو له امله استعفا ورکړې ده.
سرچينې ويلي، چي ددغه ډله ییزي استعفا لوی لامل د نورستان ولایت د ط..البانو امنیه قومندان ملا اختر محمد مزمل دئ، چي ط..البان ورڅخه شکايت کوي، چي خپل دوستان او د قوم خلګ په نظام کي داخلوي او نور بيا د نظام څخه‌باسي.
هغوی ويلي که د‌ ط..البانو په نظام کي دغه ډول فساد جاري وي نور به هېڅکله ورسره دنده اجرا نه کړي.

په ورته وخت کي يو شمېر سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د‌ يادي ستونزي د‌ حل له پاره د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد ابراهيم صدر دغه ولايت ته تللی خو تراوسه ستونزه نه ده حل سوې.