د نیمروز ولایت په ګمرک کي د پنج شنبې په ورځ تر غرمې مخکي اورلګېدنه رامنځ ته سوې

د نیمروز ولایت په ګمرک کي د پنج شنبې په ورځ تر غرمې مخکي اورلګېدنه رامنځ ته سوې.
ځايي اوسېدونکو د پېښي ویډیو څراغ ټلوېزیون ته استولې او ویلي ئې دي چي اور د ګمرک په ساحه کي لګېدلی دئ.
تر اوسه د اورلګېدني د لامل او د اوښتو مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره سوي او اړوندو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.