د نیمروز په زرنج ښار کي د یو شمېر ښوونځیو زدهکوونکي د مناسبو درسي خونو او اړینو ښوونیزو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، په ژمي کي د تودوخي او په دوبي کي د یخولو امکانات نه لري.
د نیمروز د پوهني ریاست د معلوماتو له مخي، په دغه ولایت کي له ۱۳۷ فعالو ښوونځیو څخه ۱۲ ئې ځانګړي ودانۍ نه لري او له شپږ زرو ډېر زدهکوونکي په نامناسبو شرایطو کي زدهکړي کوي.
د یاد ریاست مسئولین وايي، د بوديجې د کمښت له امله تر اوسه نه دي توانېدلي چي د دغو ښوونځیو ستونزي هواري کړي.