د نیویارک ټایمز په راپور کي د امریکایي چارواکو په حواله ویل سوي، چي واشنګټن پرېکړه کړې

د نیویارک ټایمز په راپور کي د امریکایي چارواکو په حواله ویل سوي، چي واشنګټن پرېکړه کړې، چي د «جرالد ار فورد» هوایي بېړۍ او ورسره ملګري بېړۍ له کارائیب سیمي څخه منځني ختیځ ته واستوي.
راپور زیاتوي چي دغه اقدام د امریکا احتمالي پلانونو په چوکاټ کي د ایران په اړه ترسره کېږي.
څلور امریکایي چارواکو، چي نومونه ئې نه دي څرګند سوي، يادي ورځپاڼي ته ویلي، چي د دغو هوایي بېړۍ لیږد نهايي سوی دئ.

د سرچینو په خبره، دغه بېړۍ او ملګري ډلي به د اپریل میاشتي تر پایه پوري خپل اصلي بندر ته نه ستنېږي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، چي دغه ډله به په منځني ختیځ کي د «یو اس‌اس ابراهام لینکن» هوایي بېړۍ او ورسره ملګري تهاجمي ډلي سره یو ځای سي، کوم چي اوس مهال په سیمه کي شتون لري.
په وروستیو ورځو کي امریکایي رسنیو د ایران په اړه د احتمالي سناریوګانو په چوکاټ کي د دویمي هوایي بېړۍد لیږد د تیاري راپور ورکړی و.

همدارنګه د منځني ختیځ د زیاتېدونکو کړکېچونو په جریان کي، امریکا خپله پوځي حضور په سیمه کي په څرګنده توګه زیات کړی دئ.
د امریکا ولسمشر، دونالد ټرمپ، د جنورۍ په ۲۸مه په ټولنیزو شبکو کي ویلي و چي یوه لویه بېړۍ د ایران پر لور روانه ده او له تهران څخه ئې غوښتي و، چي موافقې ته ورسېږي؛ که نه، له «سخت برید» سره به مخ سي.
هغه څرګنده کړې وه، چي دا جنګي بېړۍ د «یو اس‌اس ابراهام لینکن» په مشرۍ ده او د هغي مخکنۍ جنګي بېړۍ څخه لویه ده چې ونزوئلا ته لیږل سوې وه.